د پاکستان او ترکیې ترمینځ د وسلو تړون لغو شو
پاکستان په ترکیې باندې د امریکې د بندیزونو په وجه له دغه هیواده د یرغلیزو چورلکو د اخیستو تړون لغو کړ
د پاکستان د پوځ لوې درستیز وویل چې دغه هیواد له ترکیې څخه د هغو ًټی 129 آتاک ً هیلي کوپټرو د اخیستو تړون چې په ۲۰۱۸ کال کښې لاسلیک شوی و، لغو کړ او پر ځاې یې له چین څخه د (جي-۱۰) چورلکو د اخیستو فیصله کړې ده.
پاکستان په ۲۰۱۸ کال کښې د ۱.۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت له ترکیې څخه د ۳۰ آتاک چورلکو د اخیستو تړون لاسلیک کړی و خو د ترکیې له خوا د ایس-۴۰۰ توغندي ضده سیسټم د اخیستو په وجه په دغه هیواد باندې د یادو چورلکو د صادرولو په لړ کښې د امریکې د بندیزونو له امله تراوسه نه ده توانیدلې چې پلورلې چورلکې پاکستان ته ورکړي.
ترکیه د آتاک یرغلیزو هیلي کوپټرو د خرڅون لپاره چې د امریکې جوړ انجڼ لري، له دغه هیواده د اجازتنامې ترلاسه کولو ته مجبوره ده.