له افغانستان سره د پاکستان بشردوستانه مرستې
د پاکستان وزير اعظم افغانستان ته د پاکستاني ماهرينو د لېږلو حکم جاري کړ.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د وزيراعظم دفتر د يوې بيانيې په جاري کولو سره اعلان وکړ، عمران خان په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنيوي لپاره دغه هېواد ته د فني، طبي، مالي، اطلاعاتي او حسابداري ماهرينو د لېږلو حکم جاري کړ.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي، عمران خان افغانستان ته د مرستې لپاره د ملګرو ملتو له وروستۍ غوښتنې څخه د هرکلي ترڅنګه د دې په ويلو سره چې په ضروري موقعو کښې به افغانان پرې نږدوو د اسلام آباد او کابل ترمېنځ د تعلقاتو پراختيا ته ګروهنه څرګنده کړه.
د پاکستان وزيراعظم د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې د افغانستان په شمال کښې د طالبانو او په خپل مېنځ کښې په جګړو او تاوتريخوالوو باندې اندېښنه څرګنده کړه.
پاکستان چې د تېر حکومت لخوا د طالبانو په ملاتړ تورنيږي په دې وروستيو له دغې ډلې سره د پوله ايزو حدودو په اړه له اختلاف سره مخامخ شوے دے.