د ایران سفیر د پاکستان د قضايیه قوې له مشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111214-د_ایران_سفیر_د_پاکستان_د_قضايیه_قوې_له_مشر_سره_وکتل
په پاکستان کښې د ایران سفیر د دغه هیواد د قضاییه قوې له مشر سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2022 04:12 Asia/Kabul
  • د ایران سفیر د پاکستان د قضايیه قوې له مشر سره وکتل

په پاکستان کښې د ایران سفیر د دغه هیواد د قضاییه قوې له مشر سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ

اسلام آباد کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني د پاکستان د قضاییه قوې له مشر احمد ګلزار سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پراختیا د لاروچارو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه ایراني سفارتکار د ایراني او پاکستاني چارواکو صلاح مشورې د ملګرتیاؤ د لوړاوي، د حقوقي او قضايي تجربو د تبادلې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د قضايي ملګرتیا لپاره د موافقې په لاسلیکولو کښې د اسانتیا لپاره لاره هوارونکې وبللې.

د پاکستان د قضاییه قوې مشر هم د دواړو هیوادونو د قاضیانو ترمینځ د تجربو په تبادلې او د قضايي پوهنکورونو په ملګرتیا باندې ټینګار وکړ.

دواړو لورو د  دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه د ایراني او پاکستاني چارواکو د ملاقاتونو په دوام باندې ټینګار وکړ.