پاکستان د نوي ډیلي ډالۍ کړي غنم افغانستان ته لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111464-پاکستان_د_نوي_ډیلي_ډالۍ_کړي_غنم_افغانستان_ته_لیږي
ټاکل شوې چې د هندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته ۵۰ زره ټنه غنم ورولیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2022 02:23 Asia/Kabul
  • پاکستان د نوي ډیلي ډالۍ کړي غنم افغانستان ته لیږي

ټاکل شوې چې د هندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته ۵۰ زره ټنه غنم ورولیږي

د هند او پاکستان هیوادونه د څو میاشتو له صلاح مشورو وروسته، افغانستان ته د نوي ډیلي له خوا د ډالۍ شویو غنمو د لیږلو په سر موافقې ته ورسیدل

هندي رسنیو پرون ویلي چې د پاکستان له ځمکنۍ لارې څخه په زرګونو ټرکونو کښې افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ کړو غنمو د انتقال بهیر ټاکل شوې د راتلونکې فرورۍ میاشتې په دویمې اونۍ کښې پيل شي.

ټاکل شوې چې د هندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته ۵۰ زره ټنه غنم ورولیږي.

پاکستان په تیرو څو میاشتو کښې افغانستان ته د هند د مرستو لپاره ډیرې کمې ټرانزټي اسانتیاوې ورکړې دي چې وجه یې د کشمیر او ترهګرۍ په سر د دغو دواړو هیوادونو پخواني اختلافات دي.