د ایران ګیس د پاکستان لپاره ترټولو غوره انتخاب دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11182-د_ایران_ګیس_د_پاکستان_لپاره_ترټولو_غوره_انتخاب_دی
د پاکستان د اقتصاد او مالیې وزیر وویل: د پاکستان لپاره ترټولو غوره انتخاب له ایرانه د ګیس واردول دی او د بریښنا لپاره هم تاجکستان غوره انتخاب دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2016 12:11 Asia/Kabul
  • د ایران ګیس د پاکستان لپاره ترټولو غوره انتخاب دی

د پاکستان د اقتصاد او مالیې وزیر وویل: د پاکستان لپاره ترټولو غوره انتخاب له ایرانه د ګیس واردول دی او د بریښنا لپاره هم تاجکستان غوره انتخاب دی.

د پاکستان د اقتصاد او مالیې پخوانی وزیر او د دغه هیواد د اقتصادی چارو کارپوه عبدالحفیظ شیخ فارس خبری آژانس ته په مرکه کښې ټینګار وکړ چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د پاکستان د انرجۍ د اړتیاو له پوره کولو سربیره د مرکزی آسیا له هیوادونو سره د اړیکو د نوی پړاو په پیلولو کښې موثر رول لری.

عبدالحفیظ شیخ وویل: پاکستان د انرجۍ د کمی له کړکیچ سره مخ دی او هڅه کوی چې د مختلفو پروژو په اجرا کولو سره دخپلې اړتیاوړ ګیس او بریښنا برابره کړی.

هغه پاکستان ته د انرجۍ د انتقال د پروژو په ترسره کیدو کښې په بیړې ټینګار وکړ او ویې ویل: د انرجۍ د برابرولو د پروژې په اجرا کښې ځنډ له اضافی لګښتونو نه علاوه د انرجۍ د کمی کړکیچ هم په ځان پسې لری چې د پاکستان پر اقتصاد به منفی اغیزه وکړی.