پاکستان د هندوستان د نوی توغندی له ازمیښته اندیښمن دی
May 16, 2016 10:19 Asia/Kabul
پاکستان د هندوستان د نوی توغندی له ازمیښته اندیښنه څرګنده کړې.
د ایرنا د خبر له مخې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز نن د هندوستان د (سُپر سانِک) توغندی په ازموینې باندې به نیوکې سره وویل چې اسلام آباد به د هند له دا ډول کارونو څخه خپله اندیښنه په نړیواله کچه اعلان کړی.
سرتاج عزیز په دې خبرې سره چې دا ډاول توغندوی ازموینې په سیمه کښې د قدرت د انډول د خرابیدو سبب کیږی، زیاته کړه: په داشان شرایطو کښې پاکستان هم د پرمختللې ټیکنالوجۍ د کارولو له لارې د خپلو دفاعی توانمنیو له پیاوړی کولو پرته بله چاره نه لری.
هندوستان پرون د بالیسټک توغندویو د پیدا کولو په وړتیا سره خپل له غږه تیز تلونکی توغندی د هیواد په ختیځ کښې په کامیابه توګه وازمایه.