د  مشهد او لاهور ترمینځ  تجارتي اړیکې نوره په پراخیتا مومي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112792-د_مشهد_او_لاهور_ترمینځ_تجارتي_اړیکې_نوره_په_پراخیتا_مومي
پاکستان د ایران یو مهم ګاونډی دی او په څه دپاسه دوه سوه میلیون آبادۍ سره  دنړۍ یو پرجمعیّته هیواد حسابیږي ، چې  له دغې آبادۍ  څه دپاسه نوي فیصده خلک  له ایرانیانو سره هم دین  او وروڼه دي  او  له دې نظره ، هم د دوو ګاوندیانو ترمینځ اړیکې ډیر اهمیّت لري . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2022 02:56 Asia/Kabul
  • د  مشهد او لاهور ترمینځ  تجارتي اړیکې نوره په پراخیتا مومي

پاکستان د ایران یو مهم ګاونډی دی او په څه دپاسه دوه سوه میلیون آبادۍ سره  دنړۍ یو پرجمعیّته هیواد حسابیږي ، چې  له دغې آبادۍ  څه دپاسه نوي فیصده خلک  له ایرانیانو سره هم دین  او وروڼه دي  او  له دې نظره ، هم د دوو ګاوندیانو ترمینځ اړیکې ډیر اهمیّت لري . 

 

  د ایران په مشهد کې د پاکستان  سرکنسول ، د  لاهور او مشهد  دوو سترو ښارونو ترمینځ   په مختلفو حوزو  په تیره بیا د  د تجارتی ارتباطاتو په پراختیا کې د دواړو سترو ښارونو ترمینځ   د اړیکو په پراختیا ټيڼګار وکړ .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ،  د ایران په مشهد کې د پاکستان سرکنسول  سجاد محمد خان  پرون   د مشهد له ښاروال  سید عبدا... ارجائي سره  د لاهور د تجارتي کوټې  دپلاوي  په غونډې کې  ووئيل ، ایران او پاکستان  په سیمې کې دوه  مهم ګاونډي او دوست هیوادونه دي  اود ایران او پاکستان د دوو مهمو ښارونو په توګه د  مشهد او لاهور دښاروالیو  تریمنځ  ملګرتیا ، له ډير اهمیّته برخمنه ده .

 په مشهد کې د پاکستان سرکنسول دغه راز ووئیل ،  پاکستان د ایران یو مهم ګاونډی دی او په څه دپاسه دوه سوه میلیون آبادۍ سره  دنړۍ یو پرجمعیّته هیواد حسابیږي ، چې  له دغې آبادۍ  څه دپاسه نوي فیصده خلک  له ایرانیانو سره هم دین  او وروڼه دي  او  له دې نظره ، هم د دوو ګاوندیانو ترمینځ اړیکې ډیر اهمیّت لري . 

 سیدعبدا.. ارجائي هم په دغې ناستې کې ووئيل مشهد د یوې مهمې سیمې په توګه  دتجارتي مبادلاتو په پراختیا کې  د اسلامی نړۍ  او لاهور  د تاجرانو  په ارتباط کې  اغیزشیندونکی رول لوبولی شي ، لکه څنګه چې  دنړیوالو شرکتونو ددفترونو او بهرنیو زیارتوالو شتون ، دنورو  هیوادونو له تاجرانو سره دنړیوالو ارتباطاتو  دټينګولو لپاره  دمشهد د لوړ ظرفیّت  ښودنه کوي .

د پاکستان د لاهور  د صنعت او تجارتي  کوټې   مشر او لوړپوړي مشرانو باندې  مشتمل  دپاکستان  یو تجارتي پلاوی  تیره اونۍ  دتجارتي اړیکو دپیاوړتیا لپاره ایران ته راغلی   څو د ایران له تجارتي لورو سره  خپلې  مبادلاتي اړیکې پراخې او پیاوړي کړي.