د پیښورد ځان وژونکی حملې مرسته کونکې وپیژندل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113146-د_پیښورد_ځان_وژونکی_حملې_مرسته_کونکې_وپیژندل_شو
مخکې د ځان وژونکی حمله کونکی په اړه هم ویل شوی وو چی هغه په افغانستان کې زده کړې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2022 11:42 Asia/Kabul
  • د پیښورد ځان وژونکی حملې مرسته کونکې وپیژندل شو

مخکې د ځان وژونکی حمله کونکی په اړه هم ویل شوی وو چی هغه په افغانستان کې زده کړې کړي دي .

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پیښور د کوچه رسالدار د جومات په ځان وژونکی حمله کې یو مرسته کونکی وپیژندل شو . د پولیسو سرچینو د راپور په اساس د یوه مرسته کونکی معلومات او انځور ترلاسه شوی . د دغه دیټا په اساس د دغه کس نوم حسن شاه دې او د جمرود اوسیدونکې دې .

مخکې د ځان وژونکی حمله کونکی په اړه هم ویل شوی وو چی هغه په افغانستان کې زده کړې کړي دي .

د پاکستان پولیسو ویلي چې په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې حمله کونکي په افغانستان کښې روزنه او ټریننګ ترلاسه کړی و

د پاکستان د پولیسو مفتشانو ویلي دي، ځانمرګی بریدګر د افغانستان ښاریز و او کورنۍ یې له لسو کالو راهیسې په پاکستان کښې اوسیدله.

هغوي وویل چې د ځانمرګي بریدګر کورنۍ پولیسو ته د خپل زوي د بې درکه کیدو او په داعش ترهګرې ډلې کښې یې د شاملیدو اطلاع ورکړې وه.

د پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان د مختلفو ښارونو خلک پرون په پیښور کښې په شیعه لمونځ کونکو باندې د ترهګرې حملې په غندنه کښې مظاهرې وکړې.