پاکستان کښې بم چاودنې بیا شپږ کسان وژلي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې په سبي سیمه کښې د ولسمشر عارف علوي د ګاډو د کاروان په لاره کښې په یوې ځان وژونکي حملې کښې تراوسه شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي او دوه ویشت نور کسان ژوبل شوي چې نولس پکښې حکومتي ځواکونه شامل دي .
دا د پاکستان په پيښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د تیرې جمعې ورځې له ترهګرې بم چاودنې وروسته چې تراوسه پکښې له اویا زیات کسان وژل شوي دي او دوه سوه نور ژوبل شوي دوهمه ستره بم چاودنه ګڼل کیږي .
داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د پاکستان د بلوچستان صوبې په سبي سیمه کښې د پرونۍ ترهګرې بم حملې ذمه واري پرغاړه اخیستي ده .
په پاکستان کښې د سیاسي بې ثباتۍ په درشل کښې په دغه هیواد کښې تاوتریخوالي او ترهګرې حملې هم زیاتې شوي دي .
په پاکستان کښې له اکثرو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، امریکا ، بریتانیا او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .