چین او پاکستان خپلې پوځی او امنیتی ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11329-چین_او_پاکستان_خپلې_پوځی_او_امنیتی_ملګرتیاوې_نوره_هم_زیاتوی
شین هوا خبری آژانس ر اپورورکړ دچین لومړی وزیر لی کچیانک پرون په بیجینګ کې دپاکستان دپوځ دعمومی قوماندان جنرال راحیل شریف سره کتنه و کړه او په دغې کتنې کې ئې په بیلابیلو برخو کې د دواړ و هیوادونو دملګرتیاؤ دزیاتولو په غوښتنې سره وویل ، د چین او پاکستان دپوځ ترمینځ اړیکو د دوو هیوادونو ترمینځ په تیره بیا اقتصادی ملګرتیاوې هم پیاوړی کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2016 01:43 Asia/Kabul
  •  چین او پاکستان  خپلې پوځی او امنیتی ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی

شین هوا خبری آژانس ر اپورورکړ دچین لومړی وزیر لی کچیانک پرون په بیجینګ کې دپاکستان دپوځ دعمومی قوماندان جنرال راحیل شریف سره کتنه و کړه او په دغې کتنې کې ئې په بیلابیلو برخو کې د دواړ و هیوادونو دملګرتیاؤ دزیاتولو په غوښتنې سره وویل ، د چین او پاکستان دپوځ ترمینځ اړیکو د دوو هیوادونو ترمینځ په تیره بیا اقتصادی ملګرتیاوې هم پیاوړی کړی دی

دچین لومړی وزیر همداراز هیله ښودلې دسولې دساتلو او د غوړیدا او ګډې پراختیاؤ د پیاوړتیا په خاطر چین او پاکستان دسیمه ایزو اونړیوالو مسئلو په باب هم غږملتیا او ملګرتیا نوره هم زیاته کړی

جنرال راحیل شریف هم چین په هرډګر کې دپاکستان یو دوست هیواد بللی او ویلی ئې دی دوه اړخیزې اړیکې دسیمې او نړۍ دامنیت او ثبات دټینګولو لپاره ډیرې مهمې دی چې باید نوره هم پیاوړی شی