دپاکستان لومړی وزیر دپانامالیکس په باب دپارلیمان غړی قانع نه کړائ شول
ډان نیوز خبری چینل راپورورکړی دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف پرون مازدیګر ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې هڅه وکړه څو دپارلیمان غړی دپاناما لیکس سندونو په باب دهغه پر کورنۍ دلګیدلو تورونو په نسبت قانع کړی خو بریالی نه شو چې دپارلیمان غړی په دې باب قانع کړی شی .
دپاکستان په پارلیمان کې داپوزیشن ګوندونو استاذو د نواز شریف وینا نیهلی کونکی بللی او دخپلو پوښتنو دځواب دنه موندلو په دلیل ئې له پارلیمانه واک آوت هم وکړ
نواز شرف دمخالفانو دټولو تورونو په ردولو سره وویل چې دهغه دبچیانو او دهغه ټوله شتمنۍ په بشپړ ډول معلومې دی او دپټولو لپاره هیڅ شی نه لری . هغه پخپلې وینا کې یو ځل بیا دپاناما لیکس سندنو کې دمطرح شویو ادعاګانو په باب دڅیړنې لپاره دقضایی کمیشن د جوړولو غوښتنه هم و کړه.
داپه داسې حال کې د ی چې دپاکستان لومړی وزیر له دې مخکې هم په دې باب سپریم کورټ ته دیوه لیک په لیږلو سره ددغه شان کمیشن دجوړولو غوښتنه کړې وه خو سپریم کورټ تر دې دمه ددغه شان کمیشن له جوړولو ډډه کړې ده
دحکومت مخالفو ګوندونو پریکړه کړې چې سبا په پارلیمان کې سره ګډه غونډه جوړه کړی او د دغه هیواد لومړی وزیر په ضد دورپسې ګام لپاره کوټلی فیصله وکړی