د پاکستان شیعه مسلمانانو په نوي تعلیمي نظام اعتراض وکړ
په پاکستان کښې د شیعه ګوندونو او ډلو مشرانو د یوشان تعلیمي نظام په جنجالي طرحې باندې اعتراض وکړ
د پاکستان شیعه ټولنې چې د پاکستان د نفوسو ۲۰ فیصده جوړوي، زیاتره د تندلارو ډلو د بریدونو سره مخامخیږي چې وروستۍ پیښه یې په پیښور کښې د جمعې په لمونځ کونکو باندې ترهګره حمله وه چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان شول.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د شیعه سیاسي ګوندونو او د مذهبي ډلو مشرانو او پوهانو پرون په یوې سترې غونډې کښې د نوي تعلیمي نظام د طرحې اجرا په هیواد کښې د تفرقې او ګډوډي زمینه جوړونکې وبلله.
ویناوالو د پاکستان نوې تعلیمي نظام د ډیرو مذهبي ډلو د عقیدو او دیني اعتقاداتو سره په ټکر کښې وباله او له اسلام آباده یې وغوښتل چې د دغو طرحو له اجرا څخه لاس واخلي.
د غونډې یو ویناوال حجت الاسلام والمسلمین ناصر عباس جعفري د پاکستان نوی تعلیمي نظام د تکفیري عناصرو د بلاغوښتنې زمینه جوړونکی وباله او په هیواد کښې یې د یو نوي او د ثبات، امنیت او ګډ ژوند او ورورولۍ د ضامن تعلیمي نظام د جرا کیدو غوښتنه یې وکړه.