پاکستان هیڅکله هم د امریکا او اروپا غوښتنو ته نه تسلیمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113702-پاکستان_هیڅکله_هم_د_امریکا_او_اروپا_غوښتنو_ته_نه_تسلیمیږي
 د پاکستان لومړي وزیر اروپا او امریکا ته په خطاب کې ووئیل ،  مونږ  د تاسو مریونه نه یوو او د پاکستان ملی اوبهرنی سیاست به یوازې ددغه هیواد د ولس  د آئيډیاؤ په اساس  وي . عمران خان ټينګار وکړ،د اوکراین په جنګ کې به د روسیې په ضد له امریکا  سره هرډول ګډون ته  داسلام اباد ځواب منفي وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2022 02:39 Asia/Kabul
  • پاکستان هیڅکله هم د امریکا او اروپا غوښتنو ته نه تسلیمیږي

 د پاکستان لومړي وزیر اروپا او امریکا ته په خطاب کې ووئیل ،  مونږ  د تاسو مریونه نه یوو او د پاکستان ملی اوبهرنی سیاست به یوازې ددغه هیواد د ولس  د آئيډیاؤ په اساس  وي . عمران خان ټينګار وکړ،د اوکراین په جنګ کې به د روسیې په ضد له امریکا  سره هرډول ګډون ته  داسلام اباد ځواب منفي وي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دپاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اوکراین دجنګ په وړاندې د اسلام اباد دبې پلویتوب په ضد د اروپایانو په دریځ په جوتو نیوکو او د هرډول پوځي پلان لپاره له امریکا سره د  پاکستان په نه ملګرتیا باندې په ټينګار سره  ووئیل ،د اسلام اباد حکومت  د لویدیځوالو ډیکټیشن ته نه تسلیمیږي او خپل بهرنی سیاست د خپل ملت د ګټو په اساس برابروي او  ورڅخه پیروي کوي .

 عمران خان د امریکا په شمول  دلویدیځ زیات غوښتنه  یوه ملنډه وبلله او اعلان ئې وکړ ،پآکستان په افغانستان کې له امریکا سره د یوځاي کیدا په وړاندې کابو اتیا زره قربانیانې ورکړې او  دغه راز ئې څه دپاسه سل میلیاډ ډالري تاوانونه هم  وزغمل .

 دپاکستان لومړي وزیر د پاکستان خارجه وزارت ته د په اسلام اباد کې ددیره اروپائی سفیرانو د ګډ لیک پيښې او د روسیې په ضد ددریځ  غوره کولو لپاره  له دغه هیواده غوښتې  په یادولو سره روښانه کړه ،لویدیځي سفیرانو پّ دغه اقدام سره د ډيپلوماټيکو اصولو او دتشریفاتو مقرراتو خلاف ورزي کړې ده او هیڅکله هم  د اسلام اباد پر خارجه سیاست د اغیزشیندنې حق نه لري .