چین داسلامي ملګرتیاموسسې په غونډه کې ګډون کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113708-چین_داسلامي_ملګرتیاموسسې_په_غونډه_کې_ګډون_کوی
د پاکستان خارجه وزارت نن ویلی دی وانګ یی په دغه غونډه کې د ځانګړی میلمه په توګه ګډون کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2022 10:28 Asia/Kabul
  • چین داسلامي ملګرتیاموسسې په غونډه کې ګډون کوی

د پاکستان خارجه وزارت نن ویلی دی وانګ یی په دغه غونډه کې د ځانګړی میلمه په توګه ګډون کوی

د ایرنا له راپور سره سم د چین خارجه وزیر په پاکستان کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د روانې اونۍ په غونډه کې ګډون کوی .

پاکستان د سبا او بل سبا په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د شورا د ۴۸ غونډې کوربه دې .

د پاکستان خارجه وزارت نن ویلی دی وانګ یی په دغه غونډه کې د ځانګړی میلمه په توګه ګډون کوی .

د پاکستان د خارجه وزارت ویلی دی د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د غوندې شعار د وحدت ، عدالت او پراختیا لپاره  مشارکت دې .

دپاکستان لومړې وزیر عمران خان سبا په پرانستونکی غونډه کې اصلی ویناوال وی .د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د ویندوی سعید خطیب زاده په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوې په نوموړی غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته رسیدلې دې .