چین داسلامي ملګرتیاموسسې په غونډه کې ګډون کوی
د پاکستان خارجه وزارت نن ویلی دی وانګ یی په دغه غونډه کې د ځانګړی میلمه په توګه ګډون کوی
د ایرنا له راپور سره سم د چین خارجه وزیر په پاکستان کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د روانې اونۍ په غونډه کې ګډون کوی .
پاکستان د سبا او بل سبا په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د شورا د ۴۸ غونډې کوربه دې .
د پاکستان خارجه وزارت نن ویلی دی وانګ یی په دغه غونډه کې د ځانګړی میلمه په توګه ګډون کوی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویلی دی د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو د غوندې شعار د وحدت ، عدالت او پراختیا لپاره مشارکت دې .
دپاکستان لومړې وزیر عمران خان سبا په پرانستونکی غونډه کې اصلی ویناوال وی .د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د ویندوی سعید خطیب زاده په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوې په نوموړی غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته رسیدلې دې .