مسلمانان باید د اسلامي ارزښتونو لپاره ګډه جبهه جوړه کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په سیمه ییزو او نړیوالو چینلجونو باندې د غور لپاره د رول لوبولو او له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو له ښکارندې سره د ډله ییز مقابلې د پیاوړي کولو لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې له ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ او د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره د متحدې جبهې د جوړولو او د فلسطین د ملاتړ په شمول د ګډو ایډیالونو د پیروۍ کولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کښې د ملي پارلمان په انګڼ کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې غونډې د پرانیستلو په وخت وینا کښې د ملګروملتونو لخوا له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو له چارې سره د مقابلې د نړیوالې ورځې په توګه د مارچ د میاشتې د پینځلسمې نیټې د ټاکلو د پریکړه لیک د تصویبیدا هرکلی وکړ .
عمران خان د مسلمانو ملتونو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو له توپیر څخه په ډکې کتنې او د اسلامي سپیڅلتیاو د سپکاوي لپاره له قوانینو او چارو څخه ناوړه استفادې باندې نیوکې سره وویل له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو ښکارنده یو حقیقت دی او باید ورباندې غور وکړو .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل باید د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړو ، ځکه چې دغه ارزښتونه نن سبا له سختو ګواښونو سره مخامخ دي او مونږ باید له دغه دسیسې سره د مقابلې د پیاوړي کولو لپاره متحده جبهه جوړه کړو .
عمران خان دغه راز وویل په افغانستان کښې پایداره ثبات او پیاوړی حکومت به د نړیوالې ترهګرۍ د مخینوي یوازنۍ لاره وي .