امریکا دغچ اخستو لپاره ځیني ګوندونو راسره مخالفت ته لمسوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113780-امریکا_دغچ_اخستو_لپاره_ځیني_ګوندونو_راسره_مخالفت_ته_لمسوي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  له کله راهسې چې  قدرت ته رسیدلی دی ، تل ئې په سیمې کې دامریکا له سیاستونو سره مخالفت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 10:04 Asia/Kabul
  • امریکا دغچ اخستو لپاره ځیني ګوندونو راسره مخالفت ته لمسوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  له کله راهسې چې  قدرت ته رسیدلی دی ، تل ئې په سیمې کې دامریکا له سیاستونو سره مخالفت کړی دی .

 زمونږ خبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر عمران   خان دتورونو ګوته د امریکا په لور اوږده کړې او وئيلی  ئې دي ، له دې وروسته چې  هغه د پاکستان په خاورې کې د امریکائي پوځي اډو د  ورکولو په باب د امریکا له غوښتې سره  مخالفت وکړ، نو واشنګټن  دپاکستان ځينی   مخالف ګوندونه  ولمسول  چې   ماته  داعتماد رائ رانه کړي.

   دپاکستان لومړي وزیر  دخپلې فیصلې په دفاع کې ووئيل ،  دهیواد بهرنی سیاست ئې باید  دولس دهوساینې اوخیر ښیګڼې   په لړ کې وي .

ټاکل شوې ده ، د پاکستان په ولسی جرګې کې  د روانې میاشتې په ۲۵نیټه  دپاکستان اوسنی لومړي وزیر عمران خان ته د  ولسی استازو د راي ورکولو  یا نه ورکولو  غونډه ترسره شي .

 د پاکستان د حکومت اپوزیشن لوری  د  لومړي وزیر عمران خان په لیرې کولو پسې دی .

  عمران خان باندې تور لګیدلی  چې  نه  دی توانیدلی ، د پاکستان اقتصاد او بهرنی سیاست په ښه ډول مدیریت کړي .

 د پاکستان یوه لومړي وزیر هم  تر دې دمه  دخپل فعالیت  ټاکلي نیټه نه ده بشپړ کړې . . البته ځيني سیاسی شناندي او  دغه راز اپوزیشن لوری  وائي ،  عمران خان د پاکستان له قدرتمند پوځ سره  اختلافات راپورته کړي دي .