امریکا دغچ اخستو لپاره ځیني ګوندونو راسره مخالفت ته لمسوي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له کله راهسې چې قدرت ته رسیدلی دی ، تل ئې په سیمې کې دامریکا له سیاستونو سره مخالفت کړی دی .
زمونږ خبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دتورونو ګوته د امریکا په لور اوږده کړې او وئيلی ئې دي ، له دې وروسته چې هغه د پاکستان په خاورې کې د امریکائي پوځي اډو د ورکولو په باب د امریکا له غوښتې سره مخالفت وکړ، نو واشنګټن دپاکستان ځينی مخالف ګوندونه ولمسول چې ماته داعتماد رائ رانه کړي.
دپاکستان لومړي وزیر دخپلې فیصلې په دفاع کې ووئيل ، دهیواد بهرنی سیاست ئې باید دولس دهوساینې اوخیر ښیګڼې په لړ کې وي .
ټاکل شوې ده ، د پاکستان په ولسی جرګې کې د روانې میاشتې په ۲۵نیټه دپاکستان اوسنی لومړي وزیر عمران خان ته د ولسی استازو د راي ورکولو یا نه ورکولو غونډه ترسره شي .
د پاکستان د حکومت اپوزیشن لوری د لومړي وزیر عمران خان په لیرې کولو پسې دی .
عمران خان باندې تور لګیدلی چې نه دی توانیدلی ، د پاکستان اقتصاد او بهرنی سیاست په ښه ډول مدیریت کړي .
د پاکستان یوه لومړي وزیر هم تر دې دمه دخپل فعالیت ټاکلي نیټه نه ده بشپړ کړې . . البته ځيني سیاسی شناندي او دغه راز اپوزیشن لوری وائي ، عمران خان د پاکستان له قدرتمند پوځ سره اختلافات راپورته کړي دي .