د پاکستان ملی ورځ په پرتم سره ولمانځل شوه
په دغه ولولناک پریډ کې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پوځ ستر قوماندان ، دفاع وزیر ، دپوځ لوي درستیز ، د درستو ځواکونو قوماندانان، د نورو هیوادونو سفیران ، او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې دګډون کونکو په شتون سره ترسره شو ، د پاکستان دپوځ نوي وسلې ،تجهیزات ، شاهین او غوري په نامې سره توغندي او ډول ډول جنګي الوتکې او نور وسایل هم نندارې ته وړاندې شول.
د پاکستان د مسلمان هیواد د جوړیدا دپریکړه لیک د تصویبیدا دکلیزې په مناسبت په اسلام اباد کې د دغه هیواد د پوځ د مختلفو ځواکونو پرتمین پریډ د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستیال خارجه وزیر سعید خطیب زاده پشمول د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د استازو په شتون سره ترسره شو .
یو اتیا کاله مخکې د ۱۹۴۰کال د مارچ په ۲۳نیټه د محمد علی جناح په رهبرۍ سره په هند براعظمګي کې مسلم لیګ مشرانو ، په دغې سیمې کې د یوه اسلامی هیواد دجوړیدا پریکړه لیک صادر کړ چې دغه پریکړه لیک وروسته په قرارداد پاکستان مشهور شو .
دغه برخلیک ټاکونکي ناسته په هغه وخت کې د مسلم لیګ د رهبر قاید اعظم محمد علی جناح په مشرۍ د پاکستان له خپلواکۍ اوه کاله مخکې ترسره شوې وه .
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د پاکستان دملی ورځ په مناسبت ترسره شوه ، ، د امنیت لپاره د سولې ، هوساینې او ګډون لپاره پر مشترک هوډ ټینګار وکړ . ډاکټر عارف علوي په سیمې کې د شخړو د سوله ایز حل په ضرورت په ټينګار سره ، ګډو موخو په تیره بیا له اسلامه د ویرولو له سپيرې ښکارندې سره د ګډې مقابلې په لاره کې له اسلامی هیوادونو سره د نزدې ملګرتیا لپاره دخپل هیواد پر ژمنتیا او کلک هوډ ټينګار وکړ .