ایران دې د افغانستان د کړکیچ په هواری کښې ونډه واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11407-ایران_دې_د_افغانستان_د_کړکیچ_په_هواری_کښې_ونډه_واخلی
د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د افغانستان د کړکیچ په هواری کښې د ایران د اسلامی جمهوریت رول ټاکونکی وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2016 15:40 Asia/Kabul
  • ایران دې د افغانستان د کړکیچ په هواری کښې ونډه واخلی

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د افغانستان د کړکیچ په هواری کښې د ایران د اسلامی جمهوریت رول ټاکونکی وباله.

ناصر خان جنجوعه د افغانستان د سولې د څلوراړخیزې غونډې د پنځم پړاو په درشل کښې چې سبا د افغانستان، پاکستان، چین او امریکې د استازو په ګډون په اسلام آباد کښې ترسره کیدونکې ده، ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې او ثبات سره د مرستې په بهیر کښې د ایران د ګډون او رول لوبونې غوښتونکی دی.

د ایرنا د خبر له مخې هغه زیاته کړه: باوری یو چې ایران د افغانستان د ګاونډی په توګه چې له دغه هیواد سره ډیرې ښې اړیکې هم لری، د افغانستان د سولې او ثبات سره په مرسته کښې مهم رول ولوبوی.

دغه پاکستانی چارواکی د افغانستان د سولې د مذاکراتو تیرې غونډې بې ګټې وبللې او هیله یې وکړه چې داسې حالات برابر شی چې ایران هم د افغانستان د سولې په بهیر کښې شامل شی.