امریکا د عمران خان په لیرې کولو کښې لاس لري
Apr 07, 2022 00:35 Asia/Kabul
ایسنا خبري اژانس راپور ورکړ د پاکستان لومړي وزیر امریکا له واک څخه د ده د څنګ ته کولو لپاره په دسیسې تورنه کړه .
عمران خان په یوه ټویټ پیغام کښې وویل زه د خپلواکه خارجي سیاست ، د خپلواکۍ او په خپل هیواد کښې د خارجي اډو له جوړولو سره د موافقت د نه کولو په وجه له واک څخه د څنګ ته کولو لپاره د امریکا د دسیسې ښکار شوی یم .
هغه دغه راز د پاکستان خلک د دښمانانو د دسیسو پرضد مبارزې او وحدت ته وروبلل .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان مخکې هم ویلي وو د هغه دریځ په وجه چې د اوکراین له جنګ څخه وروسته مو د روسیې په هکله غوره کړی و د امریکا د چارواکو لخوا یوشمیر خبرداري ترلاسه کړي دي او د پاکستان د داخلي عواملو په ملګرتیا سره له واک څخه د لیرې کیدا له ګواښ سره مخ شوی یم .
ټیګونه