حمزه شهباز شریف د پنجاب صوبې اعلی وزیر ټاکل شوی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پنجاب صوبې ولسي جرګې ته تلونکي لارې په ازغن جال سره تړل شوي او د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو د پارلمان استازیو چې مشرۍ یې د مسلم لیګ نوازشریف څانګې کوله په یوه خصوصي هوټل کښې غونډه وکړه او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې مشرې میرمن مریم نواز ادعا وکړه چې حمزه شهباز شریف د پنجاب صوبې د اعلی وزیر په توګه انتخاب شوی .
د پاکستان د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو د غونډې قانوني توب او حمزه شهباز شریف بریالیتوب ښکاره نه دی ځکه چې دغه غونډه د پنجاب صوبې د ولسي جرګې د باندې په یوه خصوصي هوټل کښې شوي ده او یوازې پکښې د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو د پارلمان استازیو ګډون درلود او د دغه غونډې مشرۍ نه د پارلمان مشر پرویز الهي ، نه د هغه مرستیال سردار دوست محمد مزاري کړي ده .
بله خبره دا چې تراوسه د پاکستان د پنجاب صوبې د ولسي جرګې سیکریټریټ د غونډې د ځاې د بدلولو او د حمزه شهباز شریف د بریالیتوب په هکله هیڅ اعلامیه نه ده خپره کړي .