د پاکستان لومړی وزیر له واک څخه لیرې کړی شو
زمونږ خبریال وايي په پاکستان کښې له څو اونیو سیاسي شخړو وروسته بالاخره په ملي پارلمان یعني قامي اسمبلۍ کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو استازي د لومړي وزیر عمران خان حکومت ته د ناباور رایې د پلان په تصویبولو کښې بریالي شول .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د نا باور رایې د ورکولو د پلان د تصویبولو لپاره د ملي پارلمان د استازیو د رایو د اچولو غونډه چې له پرون سهار څخه په پارلمان کښې پیل شوي وه بالاخره څو ځله له ځنډیدا وروسته نن سهار وختي ترسره شوه .
د پاکستان د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو یعني مسلم لیګ نوازشریف څانګې ، پیپلز ګوند ، جمعیت علمای اسلام ، بلوچستان عوامي ګوند، جمهوري وطن ګوند، ملي عوامي ګوند د لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور رایې په ورکولو کښې ګډون وکړ .
د پاکستان د ملي پارلمان یوسل څلور اویا(۱۷۴) استازیو عمران خان ته د ناباور رایه ورکړه او یوسل لسو (۱۱۰)نورو بیا منفي رایه ورکړي ده .
په دې ډول د پاکستان د حکومت پرضد یعني د عمران خان د څنګ ته کولو لپاره د امریکا او د سعودي عربستان د نرمې سیاسي کودتا اخري پړاو نتیجې ته ورسید .
عمران خان ویلي وو زه د خپلواکه بهرني سیاست ، خپلواکۍ او په خپل هیواد کښې د خارجي اډو له جوړولو سره د موافقت نه د کولو په وجه له واک څخه دڅنګ ته کیدا لپاره د امریکا له دسیسې سره مخامخ شوی یم .
د عمران خان حکومت ته د نا باور رایې د ورکولو لپاره د پاکستان په ملي پارلمان کښې د رایو له پیلیدا مخکې د پارلمان مشر اسد قیصر او نائب رئیس قاسم خان سوري له خپلو څوکیو څخه استعفا ورکړه .
د پاکستان د ملي پارلمان مشر اسد قیصر په دې خبرې ټینګار سره چې د هیواد اساسي قانون ته پاې بند دی وویل د پاکستان په کورنیو چارو کښې د خارجي لاسوهنې له کبله رامینځته شویو شرایطو ته په پام سره له خپل مقام څخه استعفا ورکوم .
ټاکل شوي ده چې نن په ټول هیواد کښې د لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ کښې مظاهرې وشي .
ویل کیږي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان اوس د لومړي وزیر له دفتر څخه په بني ګاله سیمه کښې خپل کور ته تللی دی .
عمران خان د پاکستان په تاریخ کښې اولنی لومړی وزیر دی چې په پارلمان کښې په نا باور رایو سره له واک څخه لیری کړی شوی دی .
نوی خبر دا چې د پاکستان ملي پار لمان سبا غونډه کوي او د هیواد نوی لومړی وزیر به وټاکي .