امریکا د هیوادونو پرضد کودتاګانو کښې لاس لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بشري حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاري د حکومت د بدلولو دسیسه د امریکا د بهرني سیاست برخه وبلله او په ایران کښې د محمد مصدق د منتخب حکومت پرضد کودتا کښې د امریکا په دسیسې استناد سره یې وویل
امریکا دروغجنه ده او د ولسواکه نظامونو او د خپلواکه حکومتونو د تخریبولو اصلي عامله ده .
هغې پرون وویل امریکا په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو د دسیسې او د نا باور رایې د پلان د تصویبولو لپاره د عمران خان له سیاسي مخالفو سره د ملګرتیا لپاره د هڅې د پردې شاته ولاړه ده .
شیرین مزاري زیاته کړه امریکا کلونه کلونه وړاندې هم په ایران کښې د ډاکټر محمد مصدق د منتخب حکومت پرضد دسیسه وکړه او د ایران د شتمنیو د چورتالان کولو لپاره یې د یوې کودتا په اجرا کولو سره د ایران په خلکو یو(۱) دیکتاتور حکومت وروتپه .