امریکا د هیوادونو پرضد کودتاګانو کښې لاس لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114562-امریکا_د_هیوادونو_پرضد_کودتاګانو_کښې_لاس_لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بشري حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاري د حکومت د بدلولو دسیسه د امریکا د بهرني سیاست برخه وبلله او په ایران کښې د محمد مصدق د منتخب حکومت پرضد کودتا کښې د امریکا په دسیسې استناد سره یې وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2022 00:07 Asia/Kabul
  • امریکا د هیوادونو پرضد کودتاګانو کښې لاس لري

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بشري حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاري د حکومت د بدلولو دسیسه د امریکا د بهرني سیاست برخه وبلله او په ایران کښې د محمد مصدق د منتخب حکومت پرضد کودتا کښې د امریکا په دسیسې استناد سره یې وویل

امریکا دروغجنه ده او د ولسواکه نظامونو او د خپلواکه حکومتونو د تخریبولو اصلي عامله ده .

هغې پرون وویل امریکا په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو د دسیسې او د نا باور رایې د پلان  د تصویبولو لپاره د عمران خان له سیاسي مخالفو سره د ملګرتیا لپاره د هڅې د پردې شاته ولاړه ده .

شیرین مزاري زیاته کړه امریکا کلونه کلونه وړاندې هم په ایران کښې د ډاکټر محمد مصدق د منتخب حکومت پرضد دسیسه وکړه او د ایران د شتمنیو د چورتالان کولو لپاره یې د یوې کودتا په اجرا کولو سره د ایران په خلکو یو(۱) دیکتاتور حکومت وروتپه .