د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر هم استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114580-د_خیبر_پښتونخوا_صوبې_ګورنر_هم_استعفا_ورکړه
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر شاه فرمان له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 10, 2022 09:52 Asia/Kabul
  • د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر هم استعفا ورکړه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر شاه فرمان له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه

د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر چې په صوبايي چارو کښې د وزیراعظم نیغ په نیغه نماینده ګڼل کیږي، د پاکستان د قومي اسمبلۍ له خوا عمران خان ته د عدمِ اعتماد له راې وروسته استعفا ورکړې ده.

شاه فرمان چې د خیبر پښتونخوا دوه دیرشم ګورنر دی، له رسنیو سره په مرکه کښې د خپلې استعفا د خبر په تاییدولو سره وویل: هیڅ کله د پاکستان د مخالفو سیاسي ګوندونو له مشر شهباز شریف سره چې ټاکل شوې د پاکستان د وزیراعظمۍ کاندید شي، ملګرتیا ته تیار نه یم.

د ویلو ده چې د ډیرې سیاسي شخړې وروسته د پاکستان ملي پارلیمان د دغه هیواد وزیراعظم عمران خان ته د ناباور راې ورکړه او هغه د نمایندګانو په اکثریت راې سره له وزیراعظمۍ څنګته شو.

داشان د پاکستان د حکومت خلاف د امریکې ا عربستان د نرمې سیاسي کودتا وروستۍ مرحله سر ته ورسیدله.

خبر زیاتوي چې د پاکستان د پارلیمان د مشر اسد قیصر او مرستیال مشر قاسم خان سوري له استعفاګانو وروسته د پارلیمان په مشرتابه پلاوي کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو استازي ایاز صادق د روانې غونډې او رایه اخیستنې د مشرۍ مسئولیت په غاړه واخیسته.

د پاکستان د قانون له مخې، عمران خان ته د پارلیمان د عدمِ اعتماد له راې وروسته د اسلام آباد د حکومت د کابینې ټول غړي هم له خپل مقامه څنګته کړې شوي دي.