د پاکستان حکومتي چارواکي ممنوع الخروج شول
پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د حکومتي چارواکو د ممنوع الخروج کیدو خبر ورکړی دی
پاکستاني رسنیو نن ولیکل چې د پاکستان ټول هوايي ډګرونه تیارسي شوي دي او حکومتي چارواکي بې له اجازې له هیواده بهر ته سفر نه شي کولې.
دا خبر زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د فیډرل تحقیقاتو برخې ته امر شوی دی چې بې له اجازتنامې د حکومتي چارواکو د وتلو مخه ونیسي.
د ویلو ده چې د عمران خان په مشرۍ په پاکستان کښې د تحریک انصاف ګوند د حکومت له څنګته کیدو وروسته د وزیراعظمۍ لپاره کاندید شوی د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف وویل: د عمران خان څنګته کیدل به د پاکستان لپاره بیخي د یو نوي پیل لپاره ډیر ښه فرصت وي.
د ویلو ده چې د پاکستان پارلیمان سبا د نوي او لنډمهاله وزیراعظم د غوره کولو لپاره غونډه ترسره کوي.
له بلې خوا د پاکستان څنګته کړې شوي وزیراعظم عمران خان له خلکو غوښتي چې نن د هیواد خلاف په بهرنۍ دسیسې باندې په اعتراض کښې صلحه ایزې مظاهرې ترسره کړي.