په پاکستان کښې څلور ترهګر ووژل شول
May 18, 2016 04:32 Asia/Kabul
په پاکستان کښې له پولیسو سره په نښته کښې څلور ترهګر وژل شوی دی.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو له قوله خبر راکړی چې د پاکستان ترهګرۍ ضده ځواکونو د پنجاب صوبې د ګوجرانواله ښار په ایمن آباد سیمه کښې څلور ترهګر وژلی دی خو درې نور ترهګر په تیښته بریالی شوی دی.
خبر د پاکستان د ترهګرۍ ضده ځواکونو په حواله زیاتوی چې په یو موټر او موټرسایکل باندې سپاره اوه ترهګره له سیالکوټ څخه د لاهور په لور روان وو چې د ترهګرۍ ضده ځواکونو د محرمانه معلوماتو په اساس په ایمن آباد سیمه کښې ګیر کړل خو ترهګرو مقابله پیل کړه او په دغو ځواکونو یې ډزې وکړې چې په ځوابی ډزو کښې څلور ترهګر ووژل شول خو درې نور د شپې په تیاره کښې په تیښته بریالی شول.