پاکستان په نیوکلیئر سپلائر ګروپ کښې د غړیتوب غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11467-پاکستان_په_نیوکلیئر_سپلائر_ګروپ_کښې_د_غړیتوب_غوښتنه_وکړه
د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال په اسلام آبادکښې د امریکې د سفیر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې هیواد یې د ایټمی تامینونکو په ډله یعنې نیوکلیئر سپلائر ګروپ کښې د غړیتوب لپاره ضرورتی توان لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2016 05:57 Asia/Kabul
  • پاکستان په نیوکلیئر سپلائر ګروپ کښې د غړیتوب غوښتنه وکړه

د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال په اسلام آبادکښې د امریکې د سفیر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې هیواد یې د ایټمی تامینونکو په ډله یعنې نیوکلیئر سپلائر ګروپ کښې د غړیتوب لپاره ضرورتی توان لری.

تسنیم خبری آژانس د ډان نیوز په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چوهدری اعزاز احمد په اسلام آباد کښې د امریکې د سفیر په کتنه کښې د ایټمی اړتیاو د برابرونکو په ډله کښې د خپل هیود په غړیتوب باندې ټینګار وکړ.

په دغه ډله کښې نن سبا ۴۸ مختلف هیوادونه شامل دی چې په ټوله نړۍ کښې د ایټمی وسلو د پراختیا د مخنیوی لپاره فعالیت کوی.

د پاکستان حکومت په داسې حال کښې د ایټمی تامینونکو په ډله کښې پخپل غړیتوب ټینګار کوی چې دغې ډلې تیر کال د هندوستان د غړیتوب لپاره یولړ اقدامات پیل کړی وو.

په پاکستان کښې د امریکې سفارت په دې لړ کښې د نظر له څرګندولو ډډه کړې ده.

له بلې خوا دا احتمال هم شته چې د بیجنګ حکومت د ایټمی تامینونکو په ډله (نیوکلیئر سپلائر ګروپ) کښې د هندوستان غړیتوب، په دغه ډله کښې د پاکستان په غړیتوب پورې شرطمن کړی.

د ویلو ده چې هند او پاکستان دواړو تراوسه دایټمی وسلو د نه خپرولو تړون نه دی لاسلیک کړی.