پیښور کښې په دوو چاودنو کښې څو کسان مړه او ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11473-پیښور_کښې_په_دوو_چاودنو_کښې_څو_کسان_مړه_او_ژوبل_شول
په پیښور کښې په شویو دوو چاودنو کښې یو پولیس وژل شوی او ګڼ کسان ژوبل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2016 06:43 Asia/Kabul
  • پیښور کښې په دوو چاودنو کښې څو کسان مړه او ژوبل شول

په پیښور کښې په شویو دوو چاودنو کښې یو پولیس وژل شوی او ګڼ کسان ژوبل شوی دی.

زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو په حواله خبر راکړی چې د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پیښور ښار په متهرا سیمه کښې نن سهار نامعلومو کسانو د ډاکټر اکبر نومی پروفسر کور ته څیرمه بم ښخ کړی و او چې کله د پولیو یا د ماشومانو د ګو‌ذڼ د ویکسنیشن ټیم دغه ځاې ته ورسید، چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کښې دوه کسان زخمی شول.

له چاودنې وروسته پولیس او د بم شنډولو ټیم سمدستی سیمې ته ورسید او هغوی لا د پیښې د ځاې جاج اخیسته چې دویمه چاودنه وشوه چې پکښې د پولیسو په شمول اته کسان زخمی شول. البته یو پولیس د زخمونو د شدت په وجه وفات شو.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او زخمیان هم روغتون ته وړل شوی دی.