پیښور کښې په دوو چاودنو کښې څو کسان مړه او ژوبل شول
May 18, 2016 06:43 Asia/Kabul
په پیښور کښې په شویو دوو چاودنو کښې یو پولیس وژل شوی او ګڼ کسان ژوبل شوی دی.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو په حواله خبر راکړی چې د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پیښور ښار په متهرا سیمه کښې نن سهار نامعلومو کسانو د ډاکټر اکبر نومی پروفسر کور ته څیرمه بم ښخ کړی و او چې کله د پولیو یا د ماشومانو د ګوذڼ د ویکسنیشن ټیم دغه ځاې ته ورسید، چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کښې دوه کسان زخمی شول.
له چاودنې وروسته پولیس او د بم شنډولو ټیم سمدستی سیمې ته ورسید او هغوی لا د پیښې د ځاې جاج اخیسته چې دویمه چاودنه وشوه چې پکښې د پولیسو په شمول اته کسان زخمی شول. البته یو پولیس د زخمونو د شدت په وجه وفات شو.
پولیسو سیمه کلابنده کړې او زخمیان هم روغتون ته وړل شوی دی.