رئیسي د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114750-رئیسي_د_پاکستان_نوي_لومړي_وزیر_ته_مبارکي_ورکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یوه پیغام کې په پاکستان کې د نوی لومړي وزیر د ګمارنې مبارکي ووویل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2022 10:43 Asia/Kabul
  • رئیسي د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یوه پیغام کې په پاکستان کې د نوی لومړي وزیر د ګمارنې مبارکي ووویل.

په پاکستان کې تر یوې اوونۍ سیاسي شخړو وروسته، د مسلم لیګ د نواز د څانګې د ګوند مشر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د پاکستان د درویشتم لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي شهباز شریف ته د مبارکۍ د ویلو تر څنګ هیله وښوده چي روان بهیر به د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو کچه نوره هم پراخه کړي.

د ایران ولسمشر د تبریکی په پیغام کې تاکید کړی چي د ایران اسلامي جمهوریت همیشه او په اوسنې حالاتو کې هم په ټولو زمینو کې پاکستان سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دی.