په شمالې وزیرستان کې په پاکستاني فوځیانو برید شوی
Apr 15, 2022 09:28 Asia/Kabul
په شمالې وزیرستان کې د ترهګرو په برید کې ۸ پاکستاني فوځیان وژل شوي دي.
نن سهار ترهګري ډلې په شمالي وزیرستان کې دوه ځلي د پاکستان په پوځي ګزمو باندې برید کړي چي د امله یې ۸ فوځیان وژل شوي دي.
تیره ورځ هم د پاکستان د فوځ ویاند د ترهګرو بریدونو زیاتېدو په اشارې سره ویلي وه چي په تیرو دریو میاشتو کې په مختلفو ترهګریزو بریدونو کې څه د پاسه ۹۷ فوځیان وژل شوي دي.
تر دې دمه هیڅ یوه ډله په وزیرستان کې د وروستي بریدونو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
درې ورځې مخکې هم ترهګرو د ډیره اسماعیل خان په سیمه کې په پولیسو باندې په برید کې ۵ تنو ته مرګژوبله واړوله.
ټیګونه