پاکستان د افغانستان د سفارت شاذدافیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114878-پاکستان_د_افغانستان_د_سفارت_شاذدافیر_وروباله
د پاکستان خارجه وزارت په کابل کښې د خپل سفیر د احضار کیدو وروسته په ورته اقدام کښې، په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفارت شاذدافیر وربللی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2022 03:10 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د سفارت شاذدافیر وروباله

د پاکستان خارجه وزارت په کابل کښې د خپل سفیر د احضار کیدو وروسته په ورته اقدام کښې، په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفارت شاذدافیر وربللی دی

د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو باندې د پاکستاني ځواکونو له وروستیو بریدونو نه پس چې د لسګونو افغان وګړو د قتل عام لامل شو، د دواړو لورو ترمینځ اړیکې لانجمنې شوې دي.

په دې لړ کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفارت شاذدافیر احمد شکیب یې د افغانستان له خاورې په پاکستاني پوځیانو باندې د حملو په لړ کښې وربللی دی.

پاکستان دا کار پس له دې وکړ چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان باندې د پاکستان د پوځ د تیرو ورځو له بریدونو وروسته په کابل کښې د پاکستان سفیر وربللی و.

اسلام آباد د افغانستان د شاذدافیر په وربللو سره د افغانستان د سرحدي امنیتي ځواکونو د تحرکاتو د زیاتیدو او د دغه هیواد له خاورې په پاکستان باندې د ډزو په هکله د جدي ملاحظاتو په څرګندولو سره دغه کار وغنده او له بریدګرو سره یې د طالبانو د حکومت د سخت چلند غوښتنه وکړه.