د پاکستان پارلیمان د تحریک انصاف ګوند د غړو استعفاګانې څیړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114882-د_پاکستان_پارلیمان_د_تحریک_انصاف_ګوند_د_غړو_استعفاګانې_څیړي
د پاکستان پارلیمان د تحریک انصاف ګوند د ۱۲۳ نمایندګانو په ورکړو استعفاګانو غور کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2022 03:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان پارلیمان د تحریک انصاف ګوند د غړو استعفاګانې څیړي

د پاکستان پارلیمان د تحریک انصاف ګوند د ۱۲۳ نمایندګانو په ورکړو استعفاګانو غور کوي

د پاکستان د پارلیمان مشر د تحریک انصاف ګوند د ۱۲۳ غړو د استعفاؤ د څیړنې حکم ورکړی کومو چې د عمران خان حکومت ته د ناباور راې په ورکړې او د نوي وزیراعظم د غوره کیدو لپاره په راې اخیستنې باندې په اعتراض کښې ډله ایزه استعفا ورکړې وه.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ نوي مشر راجا پرویز اشرف پرون په داسې حال کښې د تحریک انصاف د ۱۲۳ نمایندګانو د استعفاؤ د څیړنې خبر ورکړ چې د هغوي استعفا د پارلیمان د تیر موقته مشر قاسم سوري له خوا منل شوې وه.