پاکستاني پوهان:
له صهیونیسټانو سره جوړجاړې د فلسطین په مقاومت هیڅ اغیزه نه لري
د پاکستان یوشمیر سیاسي شخصیتونو او مذهبي پوهانو د فلسطین له آرمانونو څخه په دفاع کښې د اسلامي نړۍ د یو غږ والي په تیره بیا د صهیونیسټي ضده جهبې په پیاوړې کولو کښې د واکمنانو په جدیت باندې ټینګار وکړ
د ایرنا د خبر له مخې د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د پاکستان د ځینو مشهورو شخصیتونو په شتون سره په راولپنډۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتور خونې په اهتمام د (بیت المقدس، مقاومت او د جوړجاړي دسیسه) په نامه آنلاین غونډه ترسره شوه چې په کښې ویناوالو په نیواکي ټاټوبي کښې وروستي تاوتریخوالي په تیره بیا په مسجدالاقصی باندې د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو تیری او د بې دفاع لمونځ کونکو ځپنه وغندله؟
د پاکستان د ملي یووالي شورا مشر صاحبزاده ابوالخیر زبیر په دغې غونډې کښې له صهیونیسټي رژيم سره د هر ډول جوړجاړي کونکې طرحې په مخالفت سره وویل: د امنیت د تامینولو په پلمه د قدس له غاصب رژیم سره هر ډول مذاکره به د امسلمانانو لپاره له ماتې پرته هیڅ رانه وړي.
د پاکستان د شیعه علماؤ د شورا مرستیال مشر عارف حسین واحدي هم د قدس د نړیوالې ورځې په ترسره کولو کښې د امام خمیني(رح) تاریخي فرمان ته په اشارې سره وویل: په تیرو لسیزو کښې د جوړجاړي خبرواترو ثابته کړې چې له دغه رژيم سره د تش په نامه صلحې هر ډول خبرې اترې بې ګټې دي او بې له وژلې او بې کوره کیدو به هیڅ څه د فلسطینیانو لاس ته ور نه شي.