د پاکستان نوې کابینې لوړه وکړه
د پاکستان د نوي حکومت وزیرانو او د کابینې غړو نن د دغه هیواد د اساسي قانون له مخې د خدمت قسم وکړ
ایرنا د پاکستاني رسنیو له قوله خبر ورکړی چې د دغه هیواد د نوي حکومت غړي د وزیراعظم په توګه د شهباز شریف له غوره کیدو اته ورځې وروسته معرفي شول. د پاکستان اوسنې حکومت د (پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ) په نامه د څو سیاسي ګوندونو د ائتلاف په قالب کښې جوړ شوی دی.
د شهباز شریف د کابینې په غړو کښې ۳۱ فیډرل وزیران، ۳ صلاحکاران او درې د وزیراعظم صلاحکاران شامل دي چې نن یې په ایوانِ صدر یعنې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې په هغو ځانګړو مراسمو کښې چې ولسمشر په کښې موجود نه و، د سینیټ د مشر صادق سنجراني په شتون کښې لوړه وکړه.
د پاکستان د نوې حکومتي کابینې په وزیرانو کښې زیات شمیر د مسلم لیګ نواز ګوند د استازو دی. له دې نه علاوه ځیني وزیران د پیپلز پارټۍ، متحده قومي موومنټ، جمعیت علمای اسلام او بلوچ ملي ګوند کسان دي.
د پاکستان د حکومت د کابینې د رسمي فعالیت په پیلیدو سره په دغه هیواد کښې سیاسي فعالیتونه یوې نوې مرحلې ته داخلیږي.
له بلې خوا د اوسني اپوزیشن مشر عمران خان په هیواد کښې سمدستي د انتخاباتو د کیدو غوښتونکی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې د شهباز شریف د حکومت د فعالیت دوام او د انتخابات مخنیوی به په پاکستان کښې سیاسي کړکیچ لازیات کړي.