تحریکِ طالبان پاکستان اسلام آباد ته ګواښ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114968-تحریکِ_طالبان_پاکستان_اسلام_آباد_ته_ګواښ_کړی_دی
د پاکستان تحریکِ طالبان په دغه هیواد کښې د خپلو بریدونو د زیاتولو په ګواښ سره وویل چې په افغانستان باندې د پاکتسان د هوايي حملو غچ به اخلي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 03:01 Asia/Kabul
  • تحریکِ طالبان پاکستان اسلام آباد ته ګواښ کړی دی

د پاکستان تحریکِ طالبان په دغه هیواد کښې د خپلو بریدونو د زیاتولو په ګواښ سره وویل چې په افغانستان باندې د پاکتسان د هوايي حملو غچ به اخلي

د هندوستان پنجاب نیوز ایکسپریس خبري سایټ خبر ورکړی چې د پاکستان تحریک طالبان ډلې د دغه هیواد چارواکو ته خبرداری ورکړی دی چې د دې ډلې وسله وال نیت لري د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کښې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د بیګناه افغان ملکي وګړو د وژل کیدو غچ واخلي.

د دغې ډلې ویاندوي وویل: پاکستان په کنړ، خوست، باجوړ او وزیرستان کښې د خپلې ماتې او سپکاوي د پټولو لپاره هوايي حملې وکړې او د ښځو او ماشومانو په شمول یې سلګونه بیګناه خلک وژلي دي. داشان تحریکِ طالبان پاکستان ویلي دي چې د دغو بریدونو بدل به اخلي او د پاکستان له خلکو یې غوښتي دي چې د دغه هیواد د پوځ او د داعش ډلې په وړاندې اودریږي.

د پاکستان پوځ چې د مخالفو وسله والو د حملو له دوامه پوزې ته راغلی دی، په دې وروستیو میاشتو کښې یې له افغانستان سره د خپلې پولې په اوږدو کښې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی. پاکستان په افغانستان کښې د طالبانو له لنډمهاله حکومته غوښتي دي چې د پاکستاني طالبانو مشران دې هیواد ته راستانه کړي خو طالبانو په افغانستان کښې د ورانکارو عناصرو شتون رد کړی دی.