د پاکستان وزیراعظم په وړومبني بهرني سفر کښې عربستان ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115274-د_پاکستان_وزیراعظم_په_وړومبني_بهرني_سفر_کښې_عربستان_ته_ځي
د پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شریف به په خپل وړومبني بهرني سفر کښې سبا پنجشنبه سعودي عربستان ته لاړ شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2022 03:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم په وړومبني بهرني سفر کښې عربستان ته ځي

د پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شریف به په خپل وړومبني بهرني سفر کښې سبا پنجشنبه سعودي عربستان ته لاړ شي

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې شهباز شریف به په دې سفر کښې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي او ورڅخه به ۵ میلیارډ ډالرو ته د ۳ میلیارډ ډالري پور د زیاتیدو او د تیلو د پاتې پیسو د ستنولو د وخت د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د دواړو هیوادونو چارواکي به هم داشان په افغانستان کښې د صلحې او امنیت د ټینګولو لپاره په خپلو کښې خبرې اترې وکړي.