شریف:
د افغانستان بشري ناورین د سیمې پر هېوادونو اغېز لري
Apr 28, 2022 10:13 Asia/Kabul
د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په یوه مېلمستیا کې ویلي: د افغانستان روان بشري ناورین د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز لري.
د پاکستان نوی لومړی وزیر ویلي په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او د ټولو اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې ددغه ناورین په ختمولو کې همکاري وکړي.
هغه ویلي ددې ناورین ناوړه پایلې به ارو مرو د پاکستان او ایران په څېر د افغانستان نږدې ګاونډي حس کړي، نو له همدې امله ټولو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د وضعیت د سمېدو او اقتصادي همکاریو لپاره ژمنتیا وښيي.
هغه همدا راز ویلي چې په سیمه کې باید له افغانستان سره د مرستو لپاره یوه واحده ډله رامنځ ته شي څو د افغانانو د ژغورنې لپاره هڅه وکړي.
ټیګونه