پاکستان په افغانستان کښې ترهګرو چاودنو ته غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115402-پاکستان_په_افغانستان_کښې_ترهګرو_چاودنو_ته_غبرګون_وښوده
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کښې ترهګرې چاودنې غندلې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 01:33 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې ترهګرو چاودنو ته غبرګون وښوده

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کښې ترهګرې چاودنې غندلې

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کښې ترهګرې چاودنې غندلې

په افغانستان کښې له تیرو څو ورځو راهیسې د کابل، مزار شریف او قندوز په شمول مختلفو سیمو کښې په تیره بیا په جوماتونو کښې ترهګرې حملې او چاودنې شوې دي چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې کښې د زیاتره چاودنو پړه داعش ترهګرې ډلې منلې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند عاصم افتخار احمد پرون د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په تیره بیا د ترهګرو اقداماتو له لارې د هزاره او شیعه ټولنې د هدف ګرځیدو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کښې ترهګرې حملې په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات د خرابولو په موخه ترسره کیږي.