د پاکستان لومړې وزیر شهباز شریف اماراتو ته ولاړ
د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف د عربستان له پریښودلو مخکې له الشرق الاوسط ورځپاڼۍ سره په مرکه کې ویلی وو چی پاکستان د عربستان اوایران له مزاکراتو هرکلې کوی .
شهباز شریف چی د پاکستان د لومړی وزیر په توګه له غوره کیدا وروسته په خپل لومړی سفر عربستان ته لاړ وو ، د خپل سفر په دوهمه مرحله کی اماراتو ته لاړ .
د پاکستان د رسمی سرچینو له راپور سره سم ټاکل شوی ده شهبازشریف د ابوظهبی له ولیعهد ال نهیان سره کتنه او د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړی . شهبار شریف له دې مخکې په جده کې د عربستلان له ولیعهد بن سلمان سره کتنه کړی وه .
د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف د عربستان له پریښودلو مخکې له الشرق الاوسط ورځپاڼۍ سره په مرکه کې ویلی وو چی پاکستان د عربستان اوایران له مزاکراتو هرکلې کوی .
شهبار شریف په دې اړه وویل پاکستان له ایران او عربستان سره وروګلویزې اړیکی لری او ایران زمونږ مهم ګاونډې دې ، لکه څرنګه چی عربستان زمونږ ډیر نږدې ملګرې دې .