په ملګروملتوکې له پاکستانه د افغانستان شکایت رد شو
په ملګروملتو کې د پاکستان استازی منیر اکرم نن د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل امنیت شورا د افغانستان په خاورې د پاکستان په هوایی حملو پسې له اسلام اباده د کابل شکایت رد کړې دې .
په افغانستان په هوایی حملو پسې د ملګروملتو امنیت شورا ته له اسلام اباده د کابل شکایت رد شو .
په ملګروملتو کې د پاکستان استازی منیر اکرم نن د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل امنیت شورا د افغانستان په خاورې د پاکستان په هوایی حملو پسې له اسلام اباده د کابل شکایت رد کړې دې .
منیر اکرم جوته کړه د افغانستان د دایمی دفتر سرپرست نصیر احمد فایق د هیچا استازې ندې او حق نلری چی افغانستان په اړه خبرې وکړی .
کابو دوه اونۍ مخکې نصیر احمد فایق ویلی وو چی افغانستان د پاکستان د هوایی حملو په خاطر امنیت شورا ته شکایت کړې دې .
اسلام اباد د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د مخالفو ملیشاو شتون د دغوحملو دلیل بولی .