عمران خان له نوي لومړي وزیر سره خبرو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115590-عمران_خان_له_نوي_لومړي_وزیر_سره_خبرو_ته_تیار_دی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان له واک څخه څنګ ته کړی شوي لومړي وزیر عمران خان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف سره د خبرو لپاره خپل چمتو والی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 00:06 Asia/Kabul
  • عمران خان  له نوي لومړي وزیر سره خبرو ته تیار دی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان له واک څخه څنګ ته کړی شوي لومړي وزیر عمران خان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف سره د خبرو لپاره خپل چمتو والی اعلان کړ .

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له نوي لومړي وزیر شهباز شریف سره د خبرو اترو لپاره د پخواني لومړي وزیر عمران خان د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې ادعا وکړه زر به د  دغو دوو (۲) مشرانو د کتنې سریزې برابرې شي .

شیخ رشید احمد وویل ما هڅه کړي ده چې د پاکستان د واکمن ګوند او د حکومت د مخالفو ګوندونو ترمینځ ناوړه تفاهمونه له مینځه یوسم  .

هغه وویل زه د سولې او د امنیت د ټینګیدا لپاره د پاکستان د پوځ په څنګ کښې ولاړ یم خو د جنګ د رامینځته کیدا په بڼه کښې به د عمران خان په څنګ کښې وم .

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید بیا وویل پخوانی لومړی وزیر عمران خان د وارمخکې عمومي انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د نوي لومړي وزیر شهباز شریف له حکومت سره خبرو اترو ته تیار دی .

د روسیې او د اوکراین په هکله د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان دریځونه د امریکا د ګروهنې پرخلاف وو او د امریکا د خارجه وزارت یوه چارواکي «ډونالډ لو»  ګواښ کړی و چې عمران خان به له واک څخه لیرې کړي .

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي چې زه امریکا د پاکستان د سیاسي ګوندونو په ملګرتیا سره له واک څخه لیری کړی یم .