پاکستان د تحریک طالبان دوه مشران افغانستان ته ورسپارلي دي
May 14, 2022 10:42 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي پاکستان د خپل هیواد تحریک طالبان پاکستان دوه (۲)قومندانان د افغانستان د طالبانو موقته حکومت ته ورسپارلي دي .
د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان دوه(۲) مهم مشران مسلم خان او محمود خان د خبرو اترو د دروازې د خلاص پریښودلو په هدف سره د افغانستان طالبانو ته ورسپارلي دي .
خبرو سرچینو وویل د تحریک طالبان پاکستان دغه دوه(۲) قومندانان له دغه ډلې سره د پاکستان د پوځ د خبرواترو له ختمیدا وروسته د ازادولو په شرط افغانستان ته ورسپارل شوي دي .
مسلم خان او محمود خان په ۲۰۰۹ میلادي کال کښې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کښې نیول شوي وو .
په پاکستان کښې د ځینو ترهګرو عملیاتو مسئولیت تحریک طالبان ډله پرغاړه اخلي .
ټیګونه