پخواني لومړي وزیر عمران خان ته د مرګ ګواښ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116008-پخواني_لومړي_وزیر_عمران_خان_ته_د_مرګ_ګواښ_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان له کاره لیرې کړې شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان په هیواد او خارج کښې د ده ژوند ته د ګواښ د دوام خبر ورکړ او ویې ویل ما یوه ویډیو جوړه کړي ده چې د ټولو دسیسه جوړونکو نومونه مو پکښې بیان کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 00:44 Asia/Kabul
  •  پخواني لومړي وزیر عمران خان ته د مرګ ګواښ شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان له کاره لیرې کړې شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان په هیواد او خارج کښې د ده ژوند ته د ګواښ د دوام خبر ورکړ او ویې ویل ما یوه ویډیو جوړه کړي ده چې د ټولو دسیسه جوړونکو نومونه مو پکښې بیان کړي دي .

عمران خان بیګا د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کښې د خپلو زرګونو پلویانو په ټول کښې وویل زما د وژلو پلان هماغه راز د دسیسه کونکو په اجنډا کښې شته او د پاکستان دننه او په خارج کښې زما پرضد دغه ګواښ شته .

عمران خان زیاته کړه ما یوه ویډیو جوړه کړي ده او هغه مو په یوه امن ځاې کښې کیښودلي ده او هرکله چې زما ژوند ته خطر راپیښ شي او یا ووژل شم دغه ویډیو به خپره شي او د هغو کسانو نومونه به چې په خارجي دسیسې او زما د حکومت په نسکورولو کښې یې رول لرلی دی ایشوا شي .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د قضايي قوې په شمول د پاکستان په احتساب ادارو باندې سختې نیوکې سره د نوي لومړي وزیر شهباز شریف او د هغه د زوي حمزه شهباز شریف چې د پنجاب صوبې اعلی وزیر دی په شمول د هیواد اوسنی حکومت په سترې غلا کولو او له هیواد سره په خیانت کولو تورن کړ .