جنرال فیض حمید افغانستان ته سفر وکړ
ویل کیږی چی جنرال فیض حمید د پاکستانی طالبانو او حکومت ترمینځ د سولې د خبرو د تعقیبولو لپاره افغانستان ته لاړ دې .
د پاکستان د ای ایس ای پخوانې مشر او د پیښور کور کمانډر جنرال فیض حمید او د دغه هیواد ځینې نور امنیتی چارواکي د پاکستان له طالبانو سره د سولې د خبرو د تعقیبولو لپاره کابل ته سفر کړې دې .
ویل کیږی چی جنرال فیض حمید د پاکستانی طالبانو او حکومت ترمینځ د سولې د خبرو د تعقیبولو لپاره افغانستان ته لاړ دې .
د راپورونو له مخې د پاکستانی طالبانو او د دغه هیواد امنیتی چارواکي له تیرې شورو ورځې راهیسې د افغان طالبانو په میانځګړیتوب په کابل کې موجود دي .
ویل کیږی چی د حقانی ډله په دغو خبرو کې د دواړو لورو ترمینځ د میانځی ګړی رول لوبوی .
د پاکستان حکومت او افغان طالبانو په رسمی توګه په دې اړه څه ندی ویلی .