د پاکستان په پنجاب کښې اته ترهه ګر ووژل شول
May 19, 2016 12:13 Asia/Kabul
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د ترهه ګرو په خلاف د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې لږ تر لږ اته تنه ترهه ګر ووژل شول.
د پاکستان امنیی ځواکونو د لاهور ښار د چناب سیند په خواشا کښې په یو لړ عملیاتو کشې د راولپنډۍ د چاودنې او یو افسر د قتل متفکر مغز په شمول لږ تر لږه اتۀ ترهه ګرو ووژل شول.
په دغو عملیاتو کښې شپږ نور ترهه ګر په تېښته کښې کامیاب شول او یوه اندازه ولې او چاودېدونکی موادهم د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلل.
--------