که پاکستان سوله غواړي، قبایلو ته دې ازادي ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116734-که_پاکستان_سوله_غواړي_قبایلو_ته_دې_ازادي_ورکړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستاني تحریک طالبان ډلې کابل ته د خبرو لپاره ورغلې قبایلي جرګې ته ویلي، تر هغې به سوله نه کوي چې د پاکستان حکومت د قبایلو خپلواکي او ازاد حیثیت نه وي منلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • که پاکستان سوله غواړي، قبایلو ته دې ازادي ورکړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستاني تحریک طالبان ډلې کابل ته د خبرو لپاره ورغلې قبایلي جرګې ته ویلي، تر هغې به سوله نه کوي چې د پاکستان حکومت د قبایلو خپلواکي او ازاد حیثیت نه وي منلی.

یادې ډلې د قبایلې جرګې ګډونوالو ته په یوه لیک کې ویلي، د پاکستان د جوړېدو پر وخت قبایلو سره ژمنه شوې وه چې خپلواک حیثیت به یې پر ځای وي، خو وروسته دا ژمنه پوره نشوه.

پاکستاني طالبانو تور پورې کړی چې 'عالمي کفر او سیمه ییزو ګوډاګیانو ' په لوی لاس د قبایلو ازاد حیثیت ختم کړ د پاکستان برخه  یې وګرځو.

په لیک کې راغلي، پاکستاني طالبان به هېڅکله هم د خپل ازاد حیثیت ختمېدل او د غلامۍ ژوند تېرول ونه مني.

د یادونې ده چې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره د پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو د قبایلي مشرانو یوه جرګه پرون  کابل ته رسېدلې، چې د دې جرګې د غړیو په خبره هملته به د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره ويني.

د دې جرګې یوه ګډونوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي صالح شاه وویل، "کابل ته رسېدلي یو او همدلته به د امارت اسلامي له مشرانو او تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره وینو ".

ښاغلی شاه زیاتوي، دې جرګې له پاکستاني چارواکو سره له وړاندې لا ملاقات کړی او د  هغوی نظرونه  يې اورېدلي دي، چې اوس به دویم فریق نظرونه  اوري.

په اسلام اباد او پېښور کې سرچینې وايي، په دې جرګه کې ټول ۵۳ کسان دي، چې پکې ځينې د مرکزي او د پښتونخوا د ایالتي کابینو غړي هم دي. سرچینې زیاتوي، په دې جرګه کې د پښتونخوا له شاوخوا ټولو سیمو قبایلي مشران ګډون لري.

له دې مذاکراتو یوې باخبره سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د افغان طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم دواړو خواو سره لیدلي او اوربند ته یې هڅولي دي.

کابل کې د پاکستاني طالبانو او پوځ مذاکرات؛ ټي ټي پي خپلې غوښتنې مقابل لوري ته سپارلې

له تحریک طالبان پاکستان سره تر فشار لاندې خبرې

بله خوا پاکستانيو رسنیو هم راپورونه ورکړي چې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د ډزبندۍ موده غځېدلې، خو خپله پاکستاني چارواکو لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د ډزبندۍ د غځېدو خبرونه ناسم بللي دي.

وړاندې دواړو لوریو د مې تر دېرشمې پورې د ډزبندۍ بیانونه ورکړي وو.

یاده دې وي چې پاکستاني طالبانو څو ورځې وړاندې د خپلو غوښتنو یو لېست د پاکستان  د پوځ استازو ته سپارلی و.

اوس رپوټونه وایي، د پاکستان پوځ د دې غوښتنو له ډلې د پاکستاني طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشي کولو شرط منلی دی، خو پر نورو غوښتنو مذاکرات دوام لري.

د یادولو ده چې د روان کال له فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د پاکستاني پوځ استازو ترمنځ مذاکرات روان دي.

افغان طالبانو دوه اوونۍ وړاندې منلې وه چې د ښه  نیت ' له مخې د دواړو خواو ترمنځ د روانو خبرو کوربتوب کوي.