عمران خان د شهباز شریف پرضد د اعتراضونو دوام غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i117076-عمران_خان_د_شهباز_شریف_پرضد_د_اعتراضونو_دوام_غواړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د وارمخکې انتخاباتو تر ترسره کیدا پورې په هیواد کښې د شهباز شریف د اوسني حکومت پرضد د اعتراضونو په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2022 00:05 Asia/Kabul
  • عمران خان د شهباز شریف پرضد د اعتراضونو دوام غواړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د وارمخکې انتخاباتو تر ترسره کیدا پورې په هیواد کښې د شهباز شریف د اوسني حکومت پرضد د اعتراضونو په دوام ټینګار وکړ.

د پاکستان له واک څخه څنګ ته کړی شوي لومړي وزیر عمران خان د پارلمان ړنګول او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د نهايي نیټې ټاکل په هیواد کښې له اعتراضونو د شاتګ کولو یوازنی شرط وباله.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پرون وویل چې تحریک انصاف ګوند به د انتخاباتو د نیټې د ټاکلو تر وخت پورې اعتراضونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل د شهباز شریف اوسنی حکومت د تحریک انصاف ګوند د مخه د نیولو کوشش کوي چې  ما په چټي تورونو سره زنداني کړي.

عمران خان د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره چې وايي د پاکستان اوسني واکمنان د امریکا په دسیسې سره واک ته رسیدلي دي له خپلو ملاتړو وغوښتل د لومړیو جعلي اطلاعاتو پراساس زما د زنداني کیدا په بڼه کښې ځانونه د هر ډول حالاتو لپاره چمتو کړي.